IQNA

 په هندوستان کې یو تاریخي جومات د  کنډواله کیدا له خطرې سره مخ دی  

8:39 - December 30, 2023
د خبر لمبر: 3488496
ایکنانیوز-  دهندوستان د نوي ډيلي ښاروالۍ اعلان کړی دی، نیّت لري، ددغه ښار یو تاریخي جومات  د تلو راتلو د لارې  د  سترولو په خاطر  ړنګ کړي.

ایکنا نیوز  د اینډین ایکسپریس  له قوله  راپور راکوي، په نوي ډیلی کې د سنهري جومات چې ډيرکلتوري او تاریخي اهمیّت لري، د ړنګولو لپاره  هڅې روانې دي.

د نوي ډیلی  دښاروالۍ شرکت (NDMC)    اعلان کړی دی ،ددغه ښار دټریفک پولسو له غوښتې وروسته  او په دغې سیمې کې د ټرانسپورټ  د دوامدار تګ رات  دتضمین لپاره نیّت لری ، دغه جومات  ړنګ کړي.

 د جعیت علمای هند  ګوند مشر مولانا محمود اسد مدني د هندوستان  لومړی وزیر نریندرا مودي او د کورنیو  چارو وزیر امیت شا ته د خطاب په یوه لیک کې دنوی ډيلي د ښآروالی دخبرتیا  په باب اندیښنه ښودلې ده .

مولانامدني  د حکومت  ټولو امنیتی دستوراتو ته د جومات پر پابندۍ ټينګار وکړ او وې وئيل، حتی د جماعت د لمانځه په وخت هم   دپارلیمان غونډې هم نه ترسره کیږی او جومات هم دټریفک لپاره هیڅ مشکل نه رامینځةکوي.

په داسې حال کې چې د نوي ډلی وقف اداره ځان د دغه جومات دمځکې خاوند ګڼي ښاروالي ادعا کوي چې  مځکه له حکومت سره  اړونده ده .

دهندوستان دنوی ډیلی په چاندني چوک کې  واقع شاهي سنهری جومات  له  اتلسمې پيړۍ سره  اړونده  تاریخي مخینه لري  او  په دغې سیمې کې یوه پټه خزانه شمیرل کیږي. دغه جوما ت ۳۰۰کاله مخکې  له لاهوري ښختو څخه په استفادې سره  جوړ شوی او  دخپل تاریخي اهمیّت په دلیل په ۲۰۰۹کال کې د ملی میراث په توګه ثبت شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4190442

captcha